د تاریخ اتلان لومړی برخه (ابوبکر صديق رضي الله عنه)

لیکنه حتمي ولولئ او د ثواب په نیت یې تر نورو مسلمانانو هم ورسوئ!

پېژندنه: د ابوبکر صديق رضي الله عنه نوم عبدالله و، د تميم بن مره له قبیلې څخه وو، کنيت يې صديق او له هغو لسو صحابو رضي الله عنهم له جملی څخه و، چې په دنیا کې ورته د جنت زيری ورکړل شوی دی. د فیل له کال څخه دوه کاله وروسته په مکه معظمه کې زېږېدلی دی، په سړيو کې لومړی سړی ابوبکر صديق رضي الله عنه وو، چې په رسول الله صلی الله عليه ېې ایمان راوړ، د اسلام لومړی خليفه وو، یوازیني شخص و، چې د معراج د پېښې تصديق ېې بې له کوم ځنډ څخه وکړ، د دیارلسم کال چې د (۶۴۰) میلادي کال د اګست له دوويشتمې نېټې سره سمون خوري په مدینه منوره کې د سه شنبې په شپه د (۶۳) کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

اتلولي او جـ.ها د. ي کړنې ېې: علی رضی الله عنه يوه ورځ له خلکو څخه پوښتنه وکړه، چې ستاسې په نظر تر ټولو اتل سړی څوک دی؟ ټولو وويل تاسې، هغه وفرمايل، چې زه تل له خپل سیال سره جنګیږم او دا کومه اتلولي نه ده، تاسې د اتل سړی نوم راته واخلئ؟ ټولو په ېو غږ وویل موږ ته معلوم نه دی، علی رضی الله عنه وفرمايل، تر ټولو اتل سړی ابوبکر صديق رضي الله عنه دی، د بدر په ورځ مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم لپاره څپرکی جوړ کړی و، موږ پوښتنه وکړه، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره به څوک پاتې کېږي، چې مشـ. رکا ن به هغه له حملې څخه منعه کړي، سوګند په الله جل جلاله چې په مونږ کې هېچا دا همت ونه کړ، خو یواځینی سړی ابوبکر صديق رضي الله عنه و، چې ایستلې توره ودرېده او هېڅوک ېې هغه ته ورپرې نه ښودل او چې کوم سړي به پر هغه حمله وکړه ابوبکر صديق رضي الله عنه به پر هغه سړي باندې حمله کوله. يو ځلې په مکه معظمه کې مشـ. ر کا نو رسول الله صلی الله عليه وسلم راونیوه او د هغه په وهلو ېې پیل وکړ او ورته يې وويل، چې هغه ته يې، چې وایې الله جل جلاله ېو دی، سوګند په الله جل جلاله چې هېچا د کـ. فارو د مقابلې جرئت ونه کړ؛ خو یواځې ابوبکر صديق رضي الله عنه را وړاندې شو، کـ. فار ېې لرې کړل او وېل به ېې چې افسوس تاسی داسې سړی وژل غواړئ، چې وایې زما الله جل جلاله ېو دی، چې دا ېې ویلې علی رضی الله عنه په ژړا شو او ویې فرمایل: ښه نو ووایاست چی ال فـ. ر عون غوره دی او که ابوبکر صديق رضي الله عنه ؛ خو خلکو ځواب ور نه کړ؛ نو ویې فرمایل: ځواب ولې نه راکوې؟ سوګند پر الله جل جلاله د ابوبکر صديق رضي الله عنه حالت د آل فـ. رعون مؤمن څخه زر ځلې غوره دی، هغه خپل ایمان پټولو او ابوبکر صديق رضي الله عنه خپل ایمان څرګند کړ. ابوبکر صديق رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وروسته له ټولو خلکو نه زيات اتل و، زړه ېې کلک، حوصله ېې لوړه او اتلولۍ باندې یې دا دليل بس دی، چې د بدر په ورځ یې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ېې ووېل: ای د الله جل جلاله رسوله! د اللّٰه جل جلاله ژمنه تاته بسنه کوي هرومرو به تا سره کړې ژمنه ترسره کوي، د ابوبکر صديق رضي الله عنه د اتلولۍ ښه بیلګه د احـ.د په جګړه، د خنـ.دق په غـ.زا او په صلحه حـ.دیبه کې ښه ښه تر سترګو کیږي. کله چې ابوبکر صديق رضي الله عنه ته د خـ.لا فـ.ت دروند پېټی وسپارل شو نو هغه له ټولو څخه وړاندې د مـ.رتـ.دینـ.و په ضد د جهاد اعلان وکړ او هغوی ته ېې ماتې ورکړه، هغوی بېرته اسلام ته غاړه کېښودله په همدې ډول له زکات څخه انکار کوونکو سره یې جـ.نګ وکړ او هغوی ته ېې ماتې ورکړه که د ابوبکر صديق رضي الله عنه ددغه ورځو مېړانه د ټولې نړۍ په ډارنو خلکو ووېشل شي نو ټول خلک به زړور شي. د خیبر د غـ.زا په ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم پوځ منظم کړ او بېرغ ېې ابوبکر صديق رضي الله عنه ته ورکړ او دا دعا ېې وفرمايله: اللهم انا نسئلك خیر هذه القرية و خيرا اهلها وخيرا ما فيها او نعوذبك من شرها و شر اهلها و شر ما فيها د دعا کولو وروسته ېې لښکر ته وعظ وکړ او جنګ د شروع کولو اجازه ېې ورکړه. غـ.ازيانو د ابوبکر صديق رضي الله عنه تر مشری لاندی په یـ. هـ. ودي کلاګانو باندې ېرغل وکړ او د پنځه ورځي کلابندۍ په پایله کې د ناعم کلا، د قموص، معصب، وطیع سلام او نطاط کلاګانې فتحه کړې.

ليکنه: محمد جاوېد «حنیف» ماخذ: د تاریخ اتلان

د اسلامي زرین تاریخ په نشرولو کې خپلې هڅې مه سپمومئ - جزاک الله خیراً