پښتو سمول

په پښتو ژبه کې ډبرې د حجم او غټوالي پر بنسټ بېلابېل نومونه لري:

  1. سال = په پارسي کې ورته سرمه رېگ وايي
  2. شگه = رېگ
  3. کرېړ = جغل
  4. تيږه = هغه ډبره چې له جغل لويه وي
  5. گټ = هغه ډبره چې له تيږې لويه وي
  6. گرگه = هغه ډبره چې په پارسي ورته خرسنگ وايي او د ماتېدو او ټوټه ټوټه کېدو پرته يې خوځښت شونی نه دی.
  7. پرښه = هغه ډبره چې ډېره لويه ده او يوه برخه يې د زمکې پر سر او يوه برخه يې د زمکې لاندې نژدې لس پينځلس گز يې اوږدوالی او سور وي.
  8. تړه = د غره هغه لويه برخه چې په بشپړ توگه يوې ډبرې نه جوړه وي.


انگرېزي سمول

پارسي سمول